اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاءالله تارړ وئيلي چې پي ټي آ??ي په سوشل میډیا د مړو جعلی عكسونه او ویډیوز است??ما??وي،د غزه فوټیج د ډی چوك سره تړ??ې شوي،د انتشار او تشدد سیاست اجازه نه شي وركړې كيدے، د خپل احتجاج څخه تښتيدو او شرم پټولو لپاره پي ټي آ??ي ناوړه ډنډورې كوي، فیك نیوز، ډس انفارمېشن او د دروغو ډنډوري د هغوي عادت دے،نيو??ې شوي شرخوښو به تند رفتاره ټرائل كو??ې شي او هغوي به منطقی انجام ته رسو??ې شي۔د خالي په ورځ په سوشل میډیا جعلی عكسونو او پوسټونو په اړه ميډيا سره خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف تيره ورځ د امن و امان په اړه د اعلیٰ پائې غونډي مشري كړي چې پكښې ټولو سكیورټی ایجنسو مشرانو ، پنجاب او سندھ حكومتونو چیف سیكرټریز او آئی جیز ګډون كړې۔په غونډه كښې د ریاست د اړخه پريكړه شوي چې چا له به هم د انتشار او تشدد اجازه نه شي وركولې۔ د اطلاعات وفاقی وزیر ووئيل معیشت په ښه پلو روان دے، معاشی اشاریئے مثبت دي ، سټاك ایكسچینج يو لاكھ پوائنټس عبور كړې، ترسېلات زر كښې زياتوالې او ګرانۍ كښې كمي شوي،د زرمبادلې پانګي 11 اربه ډالره څخه زياتي شوي،7 مياشتو كښې د څو هېوادونو پلاوي پاكستان ته راغلې، پاكستان د اېس سی او سمټ كوربتوب كړې،د بېلاروس صدر راغلے،هغه سره ځيني لوظنامي لاس ليك شوي، تيره ورځ دپی آئی اے اروپاِئي روټس پرانستلو زيرے راغلے چې ورسره به د پی آئی اے ریونیو زياته شي او پی آئی اے به بيرته خپل مقام ترلاسه كړي، د وزیراعظم په مشرۍ كښې شپه ورځ حكومت محنت كوي،زمونږ يو مشن دے چې پاكستان او اولس پرمختګ وكړي، كله چې مونږ ته هېواد وسپار??ې شو نو هېواد ډیفالټ كيدو ته نزدې وو،مونږ په چا تورونه نه دي لګولي ، نه مو ژړا فرياد كړې،مونږ د هېواد ښه والي له شپه ورځ كار كړې۔ده ووئيل د وزیراعظم محمد شهباز شریف مشن وو چې د هېواد معیشت به ښه كوو ، پیرس كښې چې كله وزیراعظم سره د آئی ایم ایف اېم ډی ملاقات وكړو نو د هغه الفاظ دا ؤ چې كه وزیراعظم شهباز شریف نه وې نو شايد معیشت به نه ؤ ښه شوے۔ وفاقی وزیر ووئيل يو پلو هېواد پرمختګ كوي او بل پلو د انتشار او تشدد سیاست كیږي، پي ټي آ??ي اوس په مړو سياست كوي،تيره ورځ د هغ وي لارښودو پرېس كنفرنس كړې،اول ئې وئيل چې سنائپر شاټ وېشتلے شوي،بيا ووئيل شول چې نيغ په نيغه ډزي شوي،ټول ټی وی چینلز د هغ وي تيښته ښودلي،هغوي په منډو وتللي دي۔ده ووئيل درې ورځي وشوي پي ټي آ??ي نيغ په نيغه د ډزو يا سنائپرز يو?? ويډيو هم رامخې ته نه كړي۔ده ووئيل د پمز او پولی كلینك روغتونونو انتظامیې وئيلي چې مونږ ته كوم هم مړے نه دې ترلاسه شوي،د افسوس خبره ده چې غیر ملكی میډیا كوم عكسونه چلوي هغه آرټیفشل انټیلی جنس سره جوړ شوي، يو عكس 2019 كښې د هغوي د دور حكومت په سوشل میډیا شیئر كړې شوي، دغه عكس د هغوي د ټول مین ټویټر اكاؤنټس څخه پوسټ شوې،په غزه كښې په مظلوم فلسطینیانو د اسرائیل د اړخه د ظلمونو عكسونه د ډی چوك مظاهرے سره تړ??ې شوي۔ده ووئيل درې ورځي وشوي يو مړے او د هغه نوم بدليږي، په سوشل میډیا بېل اكاؤنټس څخه ټویټ كیږي ، رینجرز او پولیس اهلكار شهیدان شوي،د هغوي بچي یتیمان شوي ، پي ټي آ??ي د هغوي عكسونه ولي نه لګوي،يو پولیس اهلكار قتل كړې شوي،دغه پوسټ نه دې شوي په ليندو وېشتل شوي، د هغوي وګړو AK47 سره ډزي كړي ، شواهد شته۔ هغوي دا چري نه دي پوسټ كړي چې په پولیس د آنسوګیس شیلز فائر كړې شوي ، سركاری املاك ته زيان رسو??ې شوي،د غریبانو موټر سائیكلو ته اوور لګو??ې شوي۔ وفاقی وزیر عطاءالله تارړ ووئيل د پي ټي آ??ي بانی چیئرمین په ملتان جلسه كښې 12 كسان وېشتلے شوي ؤ او هغوي دومره بے حسه دي چې وګړو مړي پورته كولو سره سټیج اېښودل پېل كړل نو موصوف تقریر كولو نه غير كور ته نه تللو۔ وفاقی وزیر ووئيل هغوي د يو?? يو كروړ روپو اعلان كړې ، دغه دې په ملتان كښې وېستلے شوي كسانو له هم وركړې شي۔ په مړو د دروغو بيانيه جوړه شوي، دوي نه نامي ښود??ې شي او نه ویډیو شواهد راوړ??ې شي، ۔ده ووئيل پي ټي آ??ي په سوشل میډیا يو عكس شائع كړې چې پكښې د بلیو ایریا په سړك وينه بهيږي،ما پخپله د ټول سړك دوره كړي يو يو انچ سړك مو ښودلې، خپلي جامي ٬ پيزار او ګاړي پرېښودلو سره تښتيدلې دي،اوس د تيښتي خپل شرم پټولو لپاره په مړو سياست كوي۔ده وةوئيل تيره ورځ بشریٰ بی بی د ګوند په غونډه كښې د سلمان اكرم راجه او صاحبزاده حامد رضا په ضد چې كوم الفاظ كارولي،د هغې غندنه كوو۔پي ټي آ??ي د كورنۍ جهړكے ښكار ده ، بشریٰ بی بی غوښتل چې دلته وينا وتوئيو??ې شي كومه چې ونه شوه د خپلي تيښتي شرم پټولو لپاره وئيلي كېږي چې وګړي مړه شوي،كله د 100 كسانو د مړيني وئيلي كېږي او كله 12 او كله د 15 كسانو د مړيني وئيلي كېږي۔ده ووئيل قوم هغوي په تيښته ليدلي دي،ييا هغوي يو?? ويډيو ښود??ې شي چې پكښې امنيتي اهلكار ډزو كولو سره ښودلي شي؟ ده ووئيل د يو تن په اړه ډنډوره كېږي چې هغه په كنټینر لمونځ كولو او لاندې راغوزار كړې شوي۔ده ووئيل هغه تن د منډي بهاوالدین اوسيدونكې دے، بالكل صحیح سلامت دے،د هغه ويډيو راغلې ده، هغه لمونځ نه كولو بلكه ټك ټاك ئې جوړولو،هغه خپل ملكري له چیلنج وركړې ؤ۔ده ووئيل د پي ټي آ??ي د احتجاج څخه افغانان نيو??ې شوي، جدید وسله لونكي 45 كسان نيو??ې شوي،دغه ټولو له به سزاګاني وركو??ې شي۔ده ووئيل د مړو په اړه د فیك نیوز سلسله روانه ده چرته هم شواهد نشته۔ ده ووئيل د پي ټي آ??ي قيادت پټ شوې ؤ ، شیخ وقاص اكرم، عاطف خان، شهرام تركئی، اسد قیصر پشمول ټول لارښود دھرنے له نه ؤ راغلي۔ده ووئيل يو?? ډله د علیمه خان ده او بله د بشریٰ بي بي ۔ بشریٰ بی بی غوښتل چې په ډی چوك كښې احتجاج وكړې شي، هغه د علی امین ګنډاپور سره په جهګړه وه ته وړاندې شه ، د بشریٰ بی بی وياندي مشال یوسفزئی هم د چوكۍ څخه اخوا كړې شوي چې څخه ښكاره شوي چې ګوند كښې كورنۍ جهكړه روانه ده۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د هېواد سره مينه لرونكې وګړي دي ،د خېبر پښتونخوا اولس هم دغه احتجاج مسترد كړې۔ده ووئيل پي ټي آ??ي په سیاسی توګه ناكامه شوې ۔ده ووئيل د پي ټي آ??ي د احتجاج څخه سوداګرو ته د 190 اربه روپو زيان شوې۔ده ووئيل پي ټي آ??ي په احتجاج د سركاری وسائلو بے دریغه است??ما?? كړې۔ ده ووئيل پاك پوځ خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د خپ??و ځانونو قرباني وركوي،د هغوي بچي یتیمان كېږي،چې دوي هلته نه وي نو د وګړو بچي به محفوظ نه وي خو هغوي د دې قدر ونه كړو۔ده ووئيل پي ټي آ??ي د سرښكر په ضد پوسټونه لګولي ، د شهيدانو پكاوې شوي،دغه يو څو كسان دي كوم چې نه ده خېبر پښتونخوا د اولس نمائندګی كوي او نه د پاكستان د اولس۔ده ووئيل بشریٰ بی بی له لوئ لوئ دعوے كولې ، خو وګړو هغه ټول مسترد كړل اوس ښكاري چې چې هغه به د سی اېم هاؤس څخه هم وېستلے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف سپارښتنه كړي چې چا له به هم د امن خرابولو اجازه نه شي وركولې،څوك چې شرخوښي كوي او ونيو??ې شو نو د هغه به تند رفتاره ټرائل كېږي او منطقی انجام ته به رسو??ې شي۔ده ووئيل علی امین ګنډا پور دوه ځل تښتيدلې،د هغه د هېواد دښمنه ایجنډا ښكاره كيدو سره رامخې ته شوي۔
Nguồn bài viết : TP Trực Tuyến